|
راجسټر
نوې څېړنه : اول چرګه او بیا هګۍ پیدا شوې
دوشنبې, 19 جولای 2010 22:27

دا پوښتنه له کلونو او پېړیو راهېسې تکرارېږي چې څه شی اول پیدا شوی ، هګۍ که چرګه؟  خو اوس په انګلیستان کې ځینو ساینس پوهانو دعوه کړې چې دې پوښتنې ته یې ځواب موندلې او هغه دا دی چې چرګه لومړۍ پیدا شوې او بیا هګۍ .

دې څېړونکیو په خپل وروستي خپور کړي راپور کې ویلي   د هګۍ پوښ کې یو ډول پروتین کاریدلي چې دوی ورته د  اوو کلیډیډین ۱۷ نوم ورکړی دی  ، او دا پروتیڼ ېوازې د چرګې په وجود کې دننه تولیدیدای شي .

 

په دې څېړنه کې د شیفرډ او ور ویک پوهنتونونو ساینس پوهانو برخه لرله .

 

د شیفرډ د پوهنتون څېړونکي داکټر کولین فریمن ددې څېړنې په اړه خبریالانو ته وویل مخکې داسې اوازې وې چې ښايي هګۍ تر چرګې د مخه پیدا شوې وي خو اوس د دوی څېړنې وښوده چې لومړۍ چرګه او بیا هګۍ پیدا شوې ده .

 

دا څېړونکی وايي د هګۍ د پوښ ترکیب ډېر حیرانونکې دی او ځانګړي مواد په کې کارول شوي دي ، نوموړی زیاتوي دا ډول موندنې له دوی سره په نورو څېړنو کې مرسته کولی شي .

 

که څه هم د خالق تعالي د پیدا کړې نړۍ په ډېرو وړو رازونو هم لا انسان خبر نه دی خو بیا هم بشر  پرلپسې هڅه کوي چې د خپل چاپیریال په اړه  معلومات راتول او پټ رازونه ومومي.

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 4 ميلمانه انلاین دي