|
راجسټر
پاکستان: داشفاق کیانی ددندې موده درې کاله وغزول شوه .
جمعه, 23 جولای 2010 12:33

 

دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق کیانید پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني اعلان وکړ چې ددغه هيواد د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني د کار موده درې کاله وغزول شوه.
 
 
نوموړي دغه اعلان دپنجشنبې په ورځ ماښام ناوخته دیوه خبري کانفرانس له لارې وکړ.
ښاغلي ګیلاني وویل چې دغه پریکړه یې له ولسمشرآصف علي زرداري سره له صلاح مشورې ورسسته اواوسني کړکیچن امنیتي حالت په کتوکړې ده.
 
 
هغه زیاته کړه چې د ترهگرۍ خلاف مبارزه کې د پاکستان ښکېلتيا ته په پام سره د هغه د کار غزول خورا مهم دي.
 
ګیلاني په خپلوخبروکې دجنرال کیاني دپوځي استعداداودترهګرې پروړاندې دهغه دکارونوستاینه وکړه اوویی ویل چې پاکستان اوس دترهګرې پروړاندې نړیواله مبارزه کې یوه ډیرمهم پړاوته رسیدلې.
 
ټاکل شوې وه جنرال کياني چې مخکني ولسمشر – پروېز مشرف په دغه دنده گومارلى و، په نومبر کې د خپل کار د درې کلنې مودې په پايته رسېدو سره تقاعد وکړي.
 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 9 ميلمانه انلاین دي