|
راجسټر
هنددنړې ترټولوارزان بیه لیپ ټاپ جوړکړ
خالي, 24 جولای 2010 08:25

هند دزده کوونکولپاره یو داسی ځانګړې لیپ ټاپ جوړکړې چې دعادي کمپیوترونوپه څیرکار  کارکوي خوبیه یې یواځې ۳۵ امریکایی ډالره ده چې په نړې کې دیوه لیپ ټاپ کمپیوترترټولوکمه بیه ده .

 


دهندوستان دټیکنالوجې وزیرکاپیل سیبال په وینادغه لیپ ټاپ کمپیوټریې یواځې دمحصلینواو زده کوونکولپاره ډیزاین کړې دې . دکاپیل په وینادغه لیپ ټاپ په ټولوهغواسانتیاوواوتوکو سنبال دې چې د یوه زده کوونکی لپاره په کاریږي.

ښاغلي سیبال زیاته کړه چې هڅه کوي دغه لیپ ټاپ کمپیوټرتر۲۰۱۱ کاله پورې دهندوستان په نږدې ټولوپوهنتونونوکې وویشې اوتکل لري چې بیه یې ۲۰ اویاهم ۱۰ ډالروته راټیټه کړي.

دایوټچ سکرین لیپ ټاپ دې چې شل جی بي ذخیره لري ، ویډیو ، اډیو، پی ډی ایف اوافس ترڅنګ انترنیټ هم په کې کاریدلې شي .

دغه کمپیوتري اله دهندوستان دټیکنالوجي انستیتیوت لخواډیزاین شوی.

دهندوستان لپاره دټیکنالوجي په برخه کې دایوډیرمهم ګام اوپرمختګ بلل کیدای شي
د۲۱ مې پیړې له پيل سره ټیکنالوجې دانسان له فکرهم هاخواپرمختګ وکړاوهغه څیزونه اوکارونه چې دیرش ، څلویښت کاله وړاندې یې یواځې په اړه فکرکیده نن ممکن شوي.


 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 8 ميلمانه انلاین دي