|
راجسټر
خلك رايه نه ورکوي
انتخابات په کومه خوا؟
خالي, 24 جولای 2010 13:30

ليكوال: پښتون خروټى

دا خبره زما خپله نه ده او نه زه ځان ته دا اجازه وركوم، چې د ټاكنو په دې حساس وخت كې دې دومره ستره خبره وكړم؛ دا د خلكو خبره ده، ما يوازې د هغوى له خولې كړې ده، كنه هغوى خو وايي چې (موږ رايه نه وركوو). بلكې كله كله ورسره

 

دا هم وايي، چې (هېڅوك رايه نه وركوي).

كه څه هم د ولسي جرګې ټاكنو لپاره نږدې دوې مياشتې پاتې دي؛ خو د پورته خبرې په څېر ډېرې خبرې جومات، حجرې،  دېرې، دوكان، موټر او ... كې اورېدل كېږي، زه خو د خپلو خلكو دغه ډول خبرو ته زياتره ځير يم، همدا نن هم چې كله له كلي ښار ته راتلم؛ نو په موټر كې ناستو سپرليو د نوماندو پر تصويرونو او كمپاين تبصرې كولې او ورسره يې ويل، چې (دا ټول د غټو څوكيو او پيسو شوق ليوني كړي دي، اوس خو ښې غوړې غوړې وعدې كوي؛ خو چې كله كامياب شول، والله كې يې په دوربين كې هم وګورې، څوك رايه وركوي؟ خلك خو لېوني نه دي، چې په زوره ځانونو ته لانجې ګوري، والله كه هېڅوك هم رايه وركړي، اول يې دا زه نه وركوم او ....).

 

تاسې به هم په ښار، كلي او ... كې له خپلو خلكو څخه دا ډول خبرې ډېرې اورېدلي وي، چې رښتيا هم دي. ځكه همدا زموږ خلك دي، د ټاكنو كميسيون چې ټاكنې پر لاره اچوي، د همدې خلكو لپاره يې اچوي او دا خلك له ټاكنو يا رايې وركولو سره هېڅ ډول دلچسپي نه لري؛ بلكې زړه يې ترې مات شوى دى؛ خو پوښتنه دا ده، چې په ټوله نړۍ كې ټاكنې كېږي، ايا په ټوله نړۍ كې له ټاكنو يا رايې وركونې څخه د خلكو زړونه دغه ډول مات دي او كنه يوازې زموږ په هېواد كې د ډيموكراسۍ د رامنځته كېدنې دغه بنسټ ته دغه ډول په كركه كتل كېږي؟

 

ددې پوښتنې ځواب خو لومړى دا كېداى شي، چې د نړۍ په هېڅ هېواد كې شونې نه ده، چې ټول خلك دې يانې سل په سلو كې په ټاكنو كې ګډون وكړي؛ خو دا شونې او عملي ده، چې د وګړيو يو غټ اكثريت په ټاكنو كې فعاله برخه اخلي، چې دغې طبقې ته د ټولنې (فعاله طبقه) ويل كېږي او تر څنګ يې هغوى يوه اندازه خلك چې له ټاكنو سره دلچسپي نه لري؛ نو هغه د ټولنې (نافعاله طبقه) ده؛ خو دلته اوس بله پوښتنه دا ده، چې زموږ په هېواد كې رښتيا هم اكثريت نافعاله طبقه ده او كنه نور څه مسايل هم شته؟ زه فكر كوم چې دلته به د فعالې او نافعالې طبقې خبره دومره غټه نه وي، بلكې دلته ځينې نور مسايل هم دي، چې خلك او ولس نه غواړي، په ټاكنو كې ګډون وكړي.

 

خلك د خپلې رايې نه وركونې لپاره بېلابېل دلايل لري، ما په ننګرهار، لغمان او د کونړ له يو شمېر وګړيو سره په عامه ځايونو، موټرونو، بازار او .... کې خبرې کړي دي، دا خبره مې له ډېرو اورېدلې، چې موږ خپله رايه نه کاروو او هېچا ته رايه نه ورکوو.د دوى دلايل د بېلګې په توګه دا او دې ته ورته دي:

  • موږ ځکه چا ته رايه نه ورکوو، چې زموږ په سيمه کې د شپې او د ورځې ناوخته د دولت د مخالفينو واکمني ده، د ټاکنو په خبرتياوو کې اورو، چې دوی د رايه ورکوونکي په ګوته داسې رنګ وهي، چې يوې اوونۍ پورې له ګوتې نه پاکېږي، موږ ته د دولت مخالفينو څو څو ځل ويلي، چې رايه ورنه کړئ؛ نو که موږ رايه ورکړه او له هغې وروسته د دولت مخالفينو ونيولو نو غوږونه او پوزېراباندې غوڅوياو دا كار په غزني ولايت كې له يوه رايه وركوونكي سره شوى هم و، چې ټولو رسنيو يې تصوير خپور كړ،ضرورت مو څه دی، چې په زوره ځان ته خطر پېښوو، ښه دا ده، چې هېڅ رايه ورنه کړو.

 

  • خلک دا هم وايي، چې دولت کې بې ديني ښه په زور کې ده، هغه څوک چې له يوې ذرې هومره هم له دين سره خواخوږي لري، هغه په يو او بل نوم ځورول کېږي، کوم کانديدان چې اوس د پارلمان څوکيوته ولاړ دي، ډېری يې يا خو بې دينه دي او يا هم سست دينه، دوی وايي چې د دوی له نوم سره د سهي علامه کښل به دا مانا ولري، چې موږ دوی د زړه له تله منلي، چې زموږ استازيتوب وکړي، په داسې حال کې چې دوی ددې وړ نه دي، دوی ته رايه ورکول دا مانا لري، چې موږ د دوی په ښه سړيتوب ګواهي ورکړې ده، په داسې حال کې چې دوی يو هم  ښه سړي نه دي، بلکې يو له بل نه بد او بدتر دي، نو دا چې په رايې ورکونې مجبور نه يوو، نو ولې د خدایجل جلاله، رسول صلى الله عليه وسلم او وجدان پر وړاندې ځانونه پړه کړو.

 

 

  • ځينو خلک د ټوکو په ډول وايي، چې دا اوس د چا له لاسه کېږي، چې په ساعتونو ساعتونو په کتارونو کې ودرېږه او يو نااهل ته رايه ورکړه، په دې ټولو کې يو هم ددې وړ  نه  دی او نه په دې ارزي، چې سړی دې ورته په کتار کې په ساعتونو ساعتونو  انتظار وکړي، ځکه موږ پر دې باور يوو، چې که دا هر يو کامياب شي، والله که خو زموږ لپاره دغومره زحمت هم وګالي، لکه موږ يې چې اوس ګالو، په کتارونو کې درېږو او دوی ته رايه  ورکوو.

 

  • ځينې وايي، چې په کانديدانو کې زياتره زموږ دوستان دي، هر يو موږ ته وايي چې رايه موږ ته راکړئ يا هم زموږ کانديد ته رايه ورکړئ، موږ يوه رايه لرو او کانديدان د روپۍ شل دي، نو ښه داده، چې چا ته رايه ورنه کړو، ځکه که يوه ته يې ورکړو؛ نو بل رانه خپه کېږي او که بل ته يې ورکړو؛ نو بل، دا چې په زوره مو ځانته دښمني نه وي پيدا کړې او څوک مو له ځانه نه وي خپه کړی، نو پرېکړه مو کړې، چې هېڅ رايه ورنه کړو.

 

 

  • داسې خلک هم شته، چې وايي موږ نارينه که وزګار و، يو چا ته به رايه ورکړو،خو خپلو ښځو ته په هېڅ صورت دا اجازه نه ورکوو، چې له کوره راووځي او د رايې اچونې مرکزونو ته لاړې شي. داخلک کانديدانو او حکومت ته دوه درې کنځاوې هم وکوي، چې د دوی داسې او داسې کړي، يو يې هم والله که پر دې ارزي، چې سړی دې ورته رايه ورکړي، پاتې شو لا دا چې زه به اوس خپله ښځه ورته له کوره راباسم.

 

  • يو شمېر پوه او باخبره خلك د ولسي جرګې تېره دوره په مثال كې راوړي او وايي، چې دې وكيلانو په تېره دوره كې ولس او خلكو ته څه كړي دي، چې اوس ورته بيا رايه وركړو. دوى خو په تېره دوره كې د ولسي جرګې وكيلانو يوازې كميشنكاري كړې ده او بس، نور يې هېڅ خدمت ولس ته نه دى كړى، بس يوازې خپل جيبونه ډكوي او بس.

 

 

ځينو نور يې نور دلايل هم وايي؛ خو دا هغه مهم ټکي ول، چې د خلکو د خبرو له منځه راوتي دي، که پورتنۍ خبرو او دلايلو ته سړی لږ ځير شي؛ نورښتيا ده، چې ولس او خلك سمې خبرې کوي او ددوىهر يو دليل پر خپل ځای سم دی. زه نه غواړم چې د هرې ډلې پر خبرو او دلايلو دلته بيا تبصره  وکړم؛ خو دومره وايم،زه چې کله د خلکو دغه ډولخبرې اورم؛ نو دا احساس راته پيدا شي، چې د ولسي جرګېڅوکيوته ځينې نوماندان څومره ساده او ليوني دي، چې د يو څو غوړه مالانو او غوولوونكيو پر خولو يې ځانونه نومولي او فكر كوي، چې خلك به ورته رايه وركړي. په دې نوماندو كې ځينې داسې هم شته، چې كه ته ترې پوښتنه وكړې، چې تاسې ولې ځان نومولى دى او ولې تاسې وړ ياست، چې خلك مو په ولسي جرګه كې خپل استازى وټاكي؛ نو دوى دې ته هم ځواب نه لري، بس يوازې دومره يې زده دي، چې هېواد، ولس او اسلام ته خدمت كوم، خو پوه نه دي، چې دې درېواړو ته خدمت څنګه او په څه ډول كېږي؟

 

زه دې ته هم زياتره حيرانېږم،چې ولس له دې نوماندو څخه دېر هوښيار دى، خو دوی ترې ډېر کمعقله دي، ځکه په ولس کې ډېرو وګړيو ته د د ولسي جرګې د غړيو دندې،واکونه او صلاحيتونه معلوم دي، خو دوی ښاغليو ته نه ديمعلوم، ځکه دوی همدا اوس له خپل صلاحيت نه پورته وعدې له وګړيو سره کوي. حيرانتيا دې ته ده، چې وګړي پر دې پوهېږي، چې دا خلک درواغ وايي، خو دوی نه پوهېږي، چې موږ درواغ وايوو.

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 9 ميلمانه انلاین دي