|
کابل نړيوال کنفرانس دهېواد په تاريخ کې نوى پړاو |
|
د اونۍ په اوږدو کې
|
|
خالي, 24 جولای 2010 13:37 |
|
لیکوال : غفور احمد جاوید

دروان کال د چنګاښ دمياشتي په نهه ويشتمه نيټه کابل دهېواد پلازمينه دداسي يو کنفرانس کوربه وو چې دډيري بهرنيو او ګاونډيو هېوادونو په اند کابل داوړتيا نلري چې دداسي يو لوى نړيوال کنفرانس کوربه توب وکړي شي .
خونوموړي کنفرانس دلسګونه بهرنيو هېوادونو دلوړپوړو چارواکو په ګډون پيل او دکومي پيښي درامنځ ته کيدو نه بغير پاي ته ورسيدو نوموړى کنفرانس د هېواد په تاريخ کې يو نوى پيل دي چې غواړم په لاندي څو ټکوکې دنوموړى کنفرانس ارزښت ته اشاره وکړم
لومړى : دافغانستان نړيوالتوب
کابل کنفرانس کې يوځل بيا نړيوالو په خپل ګډون سره داوښودله چې افغانستان دنړۍ هغه مهمه برخه ده چې په هيرولو يې کيداي شي ډيري بهرني هيوادونه له ستونزو سره لاس او ګريوان شي ځکه افغانستان داسيا زړه دي اوله دي لاري ډيري هېوادونه داقتصادي اوسياسي پلوه سره نښلولو کېږي چې غټه بيلګه يې دمنځني اسيااوپاکستان هندوستان هېوادونه دي ددي ترڅنګ کابل کنفرانس بهرنيو ته دا ډاد ورکړ چې افغانان که چيرته پريښودل شي ددي وړتيا لري چې له بهرنيانو سره ځان سيال کړي که هغه په هر ډګر کې وي ، دمثال په ډول دکنفرانس امنيت نيول ،دکنفرانس ميلمه پالنه اودکنفرانس دمشرتوب پرمخ بيول ځکه چې له دي وړاندي به په بهرني هېوادونو کې دافغانستان لپاره سياسي اواقتصادي کنفرانسونه جوړيدل نو دهغې ټولي چاري به دبهرنيو وګړو په غاړه وي چې له يوي خوا دا افغانانو ته يوه تجربه هم کيږي اوله بلي خوا نړيوال ډاډه کوي چې افغانان کولاي شي په هره برخه کې دخپل هېواد دسمسورتيا لپاره کاروکړي .
دوهم : په سياسي برخه کې
نوموړى کنفرانس په سياسي برخه کې داوښوده چې افغانستان نړيوالو ته مهم دي او په کنفرانس کې دګاونډيو هېوادونو په څير دنړۍ دسترو هيوادونو ګډون يو ځل بيا دافغانستان نوم دتير په څير په نړۍ کې روښانه کړ او دا ډاډ يې ترلاسه کړ چې افغانستان اوس هم په نړيواله ټولنه کې او په ځانګړى ډول په ملګرو ملتونو کې دپام وړ ځاى لري ځکه په دي کنفرانس کې دملګرو ملتونو سرمنشي هم ګډون درلود چې ترڅنګ يې دافغانستان د سياسي ثبات او اوسني دولت څخه په ګډه ملاتړ يوه ښکاره بيلګه ده .
دچارو افغاني کيدل :
دکنفرانس يو مهمه موضوع دخلکو له انده داده چې په دي کنفرانس کې پريکړه وشوه چې افغانستان ته به مرسته کوونکى هېوادونه خپلي مرستي په سلو کې ترپنځوسو زياتي دافغان دولت له لاري لګوي دا هغه څه وو چې افغان دولت يې له تيرو ٩ کلونو راهيسي په وار وار له نړيوالو غوښتنه کوله دايو مهمه مسله ده ځکه کله چې مرستي افغاني شي دنړيوالو موسساتو اونورو انجوګانو دبي ځايه لګښت مخه به نيول شوي وي اومرستي به په اړينو ځايونو کې ولګول شي چې دا به دافغانستان په اقتصاد يو مثبت اغيز ولري او افغان دولت به وکولاي شي خپلو خلکو ته دکارزمينه برابره کړي .
دوهم په دي برخه کې امنيتي مسايل افغان دولت ته سپارل دايوه په زړه پوري موضوع ده خو دلته بايد نړيوال خپلي ژمني عملي کړي زمونږ امنيتي ځواکونو دښي روزني ترڅنګ په ښو او مجهزو وسلو سمبال کړي چې په سيمه کې دګاونډيو هېوادونو چې اوس زروي وسلي هم لري يو انډول ورسره وي ځکه افغانستان يو لوى سرحدي هېواد دي چې له ګاونډيو هېوادونو سره ډيره لويه سرحدي پوله لري نو مونږ بايد په دي ډاډاوسو چې افغان ځواک دهېواد په دننه کې دامنيت ساتلو ترڅنګ ددي جوګه هم اوسي چې سرحدونه وساتي ځکه افغانستان ډيري وخت دسرحدونو څخه دناامني خواته ځي .
دريم ترټولو مهمه مسله دسولي دخبرو اترو ده چې کنفرانس ګډونوالو ددي ملاتړ وښود دا په واقيعت کې دافغانستان دمسلي حل دي چې دسولي خبري کولي شي دې هېواد ته تل پاتي سوله له ځانه سره راوړي .
خوددي ټولوسره سره مهمه مسله داده چې ايا نړيوال او افغان دولت به دکنفرانس ژمنو ته ژمن پاتي شي ځکه له ډيري هېوادوالو سره دا ويره ده چې دتيرو کنفرانسو اوناستو په څير به داهم دکاغذ پرمخ يوه تشه ليکلي وثيقه وي دوي ويره لري که چيري افغان ځواکونه په همدي حالات کې دامنيت چاري واخلي نو ډاډ نشته دي چې افغان امنيتي ځواکونه دي په دي نشت امکاناتو دغه دنده مخ ته يوسي اوکه چيري داسي وشي شايد افغانستان دتيرو څو لسيزو تجروبو کوربه شي .
دوهم : ټاکل شوي چې پنځوس فيصده مرسته دافغان دولت له لاري و لګول شي دا مهمه مسله ده ځکه ډيري دا ويره لري چې اوسمهال دلږ مرستي دلګيدو په پايله کې په افغان دولت کې دومره اداري فسادموجود دي که چيري دا ټولي پيسي افغان دولت ته ورکړل شي اياداوړتيا لري چې دوي دي بغير له کوم اداري فساد په روښانه ډول دپيسيو دلګښت په اړه خپل ملت اونړيوالي ټولني ته ځواب ووايې .
دريم : ايا ګاونډي هېوادونه او غربي هېوادونه به په ريښتيا سره داوغواړي چې په افغانستان کې دخپلو ګټو تير او دافغانستان دامنيت لپاره دي دحامدکرزى په مشري دروغي جوړي دروان بهير څخه ملاتړ وکړي ځکه ډيري وخت دروغي جوړي خبري دګاونډيو اونړيوالو له خوا رد او يا هم له اړو دوړ سره مخ شوي دي ځکه چې په هېواد کې سوله هغوۍ دخپلو ګټو په زيان بولي نو دا ټول هغه سوالونه او انديښني دي چې هېوادوال يې دځواب په تمه دي خو دا به راتلونکى مالوم کړي چې کابل کنفرانس به په ريښتيا دهېواد لپاره يوه ښه زيري وي او که دتير په څير به په کاغذ ليکلي يوه وثيقه وه
مننه
|