| په ننګرهار کې د غږيزو رسنيو ډيروالى |
| د ګلابونو د وطن خبرې |
| خالي, 24 جولای 2010 14:18 |
|
لیکوال: ایمل مړوند
دا مهال د هيواد په پلازمينه کابل کې په لسګونه ايف ايم راډيو ګانې خپرونې کوي، د کابل تر څنګ د راډيوګانو دغه لړۍ د هيواد ځينو ولايتونو ته هم وغزيده او يو شمير ايف ايم راډيو ګانو په خپرونو پيل وکړ ،ننګرهار هم بې برخې پاتې نه شو او دا مهال پکې نږدې لس ايف ايم راډيوګانې خپرونې کوي ،که څه هم وګړې د يادو راډيوګانو په مينځ ته راتلو سره خوښ دې او په خبره يې يو لړ ګټې پکې نغښتې دي ،خو ترڅنګ يې يو شمير ستونزو ته ګوته نيسې چې د دوی په خبره په يادو راډيوګانو کې شتون لري دوی، نيوکه کوي چې تر ډيره يادې راډيوګانې ټولنې ته کومنوی شی نه وړاندې کوي او نږدې د ټولو راډيوګانو خپرونې سره ورته والی لري او ياد يو او بل نه تقليد کوي .
د جلال اباد ښار يوبل تن استوګن نصير په وينا د راډيو ګانو د شمير ډيروالي هم د دوی په خپرونو منفي اغيز کړی،دی وايي د ايف ايم راډيوګانوپه شميره کې ورځ تر بلې ډيروالی راځي،خو مسلکي کسان نه لري له انده يې همدا لامل دی چې ځينې بيا د نورو څخه کاپي يا تقليد کوي ځکه دوی خپله کوم نوی فکر نه لري چې ټولنې او خلکو ته يې وړاندې کړي،نو اړ دي چې د نورو څخه کاپي وکړي او په ډير لږ لګ تغير يې وړاندې کړي .
په ننګرهار کې ځوان شاعر ليکوال او ژورناليست حيات الله ګيځ په وينا په دې ورستيو ورځو کې د ايف ايم راډيوګانو بازار په ننګرهار کې هم ګرم شوی دی او او ورځ تر بلې يې په شميره کې ډيروالی راخي،خو تر ډيره مسلکي کسان نه لري ،په باور يې همدالامل دی چې دوی نوښت نه شي کولای او هماغه تکراري شيان چې نورې راديوګانې ورڅخه په خپلو خپرونو کې استفاده په ډير لږ توپير خپروي ،او په خپله کوم نوی شی ټولنې ته نه شي وړاندې کولای. ګيځ وړاندې وايې تر ډيره يادې راډيوګانې هغه څه چې بايد خپاره يې کړي نه خپروي او ډير وخت موسيقۍ او سندرو ته ورکوي،په خبره يې همدالامل دی چې په ننګرهار کې د راډيو ګانو معيار رالويدلای په وينا يې اوس د راډيوګانو تر منځ يو ډول سيالۍ روانې دي،او داسې کوم څارونکی نه شته چې د دوی کارونه وڅاري . شاعر ليکوال او په ننګرهار کې د صفا راډيو د نشراتو مسول ګل رحمان رحماني په وينا د ده له معلوماتو له مخې تر اوس پورې د اطلاعاتو کلتور وزارت سره نږدې يوسل او لس ايف ايم راډيو ګانې راجستر دي،د ده په خبره تر ډيره دغه ايف ايم راډيوګانې د سيالۍ له مخې رامنځ ته شوې دي او ټولنې يې د حدمت موخه ډيره کمه ده .
د رحماني په باور د رسنيو د نوښت نه کولو لامل د رسنيو په خپل منيځ کې نه هماهنګي ده په وينا يې دوی په خپلو کې سره هماهنګه نه دې او نه کومه ټولنه لري چې سره کينې او د يوبل په کړن لاره پوه شي ،دی وايې همدالا مل دی چې دوی تر ډيره داسې خپرونې کوي چې هغه په يوخت کې د نورو رسنيو څخه هم خپريږي او حال داچې پيعام او همدف يې هم يو وي،نومړیزياته دوی نوښت په هغه صورت کې کيدای شي چې د رسنيو مسولين په خپلو کې سره کيني او د يوبل د خپرونو څخه خبر شي .
ګل رحمان رحماني وړاندې وايې د کلتور وزارت بايد په دې برخه کې خپل قوانين دومره سخت کړي چې هرچاته د يوې راډيو د جوړولو اجازه ورنه کړي .
په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ريس اورنګ صميم وايي:د کلتور وزارت د خپرونو څخه يوه خپرونه داده چې وکولای شي چې ازادې رسنۍ پراختيا پيدا کړي،چې په دې برخه کې د کلتور وزارت وتوانيده چې په هيوادنۍ کچه زياتې رسنۍ رامنځ ته کړي،په خبره يې يوه لويه ستونزه چې مطبواعاتي بهير ورسره مخ دی هغه د مسلکي کسانو نه شتون دی،دی وايې ډيری خلکو علاقه وښوده چې راډيوګانې او تلويزنونه رامنځ ته کړي خو د هغه د پرمخ بيولو لپاره د وړو مسلکي کسانو د نه شتون د ستونزې سره لاس او ګريوان شول .
اورنګ صميم وړاندې وايې د دې سره سره اوس ځينې راډيوګانې د يوبل څخه کاپي کوي او خپله او هغه تکراري شيان خپروي .
نوموړی زياته وي يوازي د موسيقۍ خپرول او ياد د نورو څخه کاپي کول دا د راډيوګانو د سقوط لامل کيږي،په خبره يېځينې داسې راډيوګانې يا رسنۍ هم شته چې زموږ کلتور او فرهنګ ته پاملرنه نه کوي . د يادونې وړده چې دامهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په لسګونه ايف ايم راډيوګانې راجستر دي ،او لاهم په دغه شميره کې ورځ تربلې ډيروالی راځي ،خو ولې يود يو شمير وګړو نيوکه داده چې يادې راډيو ګانې تر ډيره د سيالې له مخې رامنځ ته شوې دي او کوم نوښت يا نوی شي ټولنې ته نه وړاندې کوي د نظرخاوندان په دې باور دي چې تر ډيره يادې راډيوګانې په خپرونو کې د يوبل څخه تقليد او کاپي کوي . |
تبصرې
په پېښور کې یوه نوې راډیو شپېته په سلو کې یا له دې هم کم اورېدل کیږي، یا به زما راډیو قوي وي چې ښه یې راکاږي. خو سهار او ماښام وخت کې یې زه کله کله اورم. همدا راډیو مې اورېدله اول خو پوره نیم ساعت په تمه وم چې د راډیو نوم واورم، ما فکر کاوه چې دا به یا کلید راډیو وي او یا به کومه بله راډیو وي ځکه چې د ټولو خپرونې نیږدې یو ډول دي. خو په یو سلوګن کې یې وویل چې ( همېشه بهار راډیو د زړونو راډیو )دا یې هم د ارمان راډیو نه نقل کړی دی .
دلته به دا یادونه هم وکړم چې په پېښور کې صفا راډیو هم دومره راکاږي چې سړی یې ایله په خبره پوه شي،د یوې بلې راډیو هم خپ غږ راځي خو سمه نه اورېدل کیږي.
ایمل جانه ستا راپور مې خوښ شو د جلال اباد نه نور ټولنیز راپورونه هم برابروه مزه به وکړي .
په ټوله مینه
الهام