|
راجسټر
ایران وایې په راتلونکی کال کې سل سینما ګانې جوړوي
خالي, 24 جولای 2010 14:22


د ایران د سینما چاروکي وایې پلان لري چې د راتلونکي کال تر پایه ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کې نږدې سل نوې سینما ګانی جوړی کړي .

 


د سینما په چارو کې د یاد هیواد کلتور وزیر جواد شمقدري رسنیو ته پدغه هیواد د لنډو فلمونو تر څلورم فیستوال وروسته وویل تمه لري چې ددغه نویو سینماګانو په جوړښت سره به د ایران د سینما په برخه کې ستونزی حل شي د ایران په بیلا بیلو برخو کې اوس هم یو مشیر سینماګانی وجود لری خو د چارواکو په وینا د خلکو اړتیا یې نه شوه پوره کولای .

که څه هم تراوسه د ایرا ن فلمونه لا  د هالیووډ او بالیووډ په څیر نړیوال شوی نه دی خو ددغه هیواد سینما ګران او فلم جوړونکي کمپنۍ هڅه کوی ترڅو خپل فلمي بهیر ګړندی او نړیوال کړی  او د همدغو هڅو نتیجه ده چې په وروستیو کې ایراني  فلمونو په نړۍ کې  شهرت موندلی .

 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 9 ميلمانه انلاین دي