| ميا افتخار حسېن زوی نا معلومو وسله والو وژلى |
| خالي, 24 جولای 2010 23:42 |
|
د شنبی په ماښام يوويشت کلن ميا راشد حسين دخپلو دوو ملگرو سره د نوښار ضلعې د پبو سيمې په خان شيرگړهۍ کې پياده روان و چې په دغه مهال نامعلومو وسله والو په هغه ناتاره ډزې وکړې ، په دغو ډزوکې ميا راشد حسين او دهغه ملگرى امجد سخت ژوبل شول خو راشد روغتون ته دوړلو څخه دمخه د زخمونو توان رانۀ وړو او په لاره کې يې ساه ورکړه . د نوموړي بل ملگرى امجد هم په سخت ژوبل حالت کې دپبو دهسپتال څخه دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوى دى . ميا افتخار حسين دا مهال دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو دوزير ددندې ترڅنگ دصوبائي حکومت د وياند دنده هم په غاړه لري
داودجبارخیل |