|
دوشنبې, 26 جولای 2010 15:04 |
|
روغ او لېوني راته يو شوي دي
خپل دي که پردي،راته يو شوي دي
نيسي مي لمني ورتلی نه شمه
ګل سره اغزي راته يو شوي دي
بيا مي رقيبان د يار په خوله باندي
له کلي نه شړي،راته يو شوي دي
دخپل ژوند تېرولو ته مي نه پرېږدي
اوس خپل ګاونډي راته يو شوي دي
وطن په غريو نيولي انداز دا ووې!
خدايه،خپل بچي راته يو شوي دي
ګوهره بيا مي دا خلک په مينه کي
دار ته خېژوي،راته يو شوي دي
پېښور
|