|
راجسټر
اسلام اباد ته نېږدې د لویدلي الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوي دي
چارشنبې, 28 جولای 2010 17:04

راپورونه وايي نن سهار د یو شخصي  هوايي شرکت الوتکه چې له کراچۍ څڅه پاکستان ته روانه وه اسلام اباد ته نېږدي د کیناستو پر مهال  د مارګلې له غرونو سره ټکرشوې ده .د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته ویلي ویره ده چې  په الوتکه کې به  هېڅوک هم ژوندي نه وي پاتې .

د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د الوتکې له ماتو ګوډو یوسلو دوه جسدونه ایستل شوې دي.

 

د ایر بلو هوايي شرکت  په دې الوتکه یو سلو څلويشت مساپر او شپږ تنه د الوتکې عمله سپاره ول .

 

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ددې پېښې د څېړنې لپاره یو کمیسون ټاکلی دی ، همدارنګه نن د پاکستان د کابینې غونډه هم لغوه شوه ده .

 

د پاکستان حکومت په دې مناسبت یو ورځنی ماتم اعلان کړی دی .

 

ځینې پاکستاني چارواکو ویلي چې یو شمیر ټپیان یې هم له الوتکې څخه روغتون ته انتقال کړې دي ، خو نورو بیا د الوتکې د ټولو سپرلیو د وژل کیدو ویره څرګنده کړې ده .

 

د ایربلو شرکت چارواکو ویلي چې الوتکه یې بیخې جکه جوړ او الوتنې ته چمتو وه او د کومې تخنیکي ستونزې پوښتنه په کې نه بیدا کېږي .

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي چې له الوتکې د ستونزې په اړه  کوم پیغام  نه دی  ترلاسه  شوی او دا به د الوتکې پر تور بکس له څېړنې وروسته معلومه شي چې د نسکوریدو لامل یې څه و؟

 

د الوتکې د لویدو له کبله د مارګې په غرونو کې ځای ځای اورونه لیګدلي دي ، ځینو خلکو ویلي چې سهار وختي یې یو مسافر وړونکي الوتکه ولیده چې ډېر ټیټه الوتنه یې کوله .

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم ویلي چې د الوتکه یو ځل مځکې ته ډېره راښکته شوې او بیا بېرته لوړه شوې ده چې د بیا پورته کیدو لامل یې تر اوسه نه دی څرګند .

 

 ویل کېږي چې د الوتکې په ماتو ګوډو کې تر ډېره اورونه بل ول ، او مرستندويه ډلې هم ځکه په ځند ورسیدلي او د ژغورنې کار هم ځکه ورور پر مخ تلو.،

 

له بله پلوه هلته چې الوتکه لویدلې  سړک هم نه شته او د ژغورنې پوځي او ملکي  ډلې په ورو ور رسیدلې دي .

 

 

اسلام اباد ته نېږدي یو روغتون کې د الوتک...
اسلام اباد ته نېږدي یو روغتون کې د الوتکې د مساپر خپل خپلوان ویر کوي
اسلام اباد ته نېږدي یو روغتون کې د الوتک...
اسلام اباد ته نېږدي یو روغتون کې د الوتکې د مساپر خپل خپلوان ویر کوي
د کراچۍ پر هوايي ډګر هم ددې الوتکې د مسا...
د کراچۍ پر هوايي ډګر هم ددې الوتکې د مساپرو خپل خپلوان راټول شوي
د ژغورنې پوځي او ملکي ډلې د پېښې ځای ته ...
د ژغورنې پوځي او ملکي ډلې د پېښې ځای ته ځغلي
ژغورونکي د پېښې ځای ته روان دي
ژغورونکي د پېښې ځای ته روان دي
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږ...
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږي چې دا الوتکه په کې نسکوره شوې ده
د کراچۍ پر هوايي ډګر په پېښه کې د وژل شو...
د کراچۍ پر هوايي ډګر په پېښه کې د وژل شویو کسانو لیست زړیدلی دی
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږ...
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږي چې دا الوتکه په کې نسکوره شوې ده
وايي د ژغورنې چارې ځکه ورو روانې وې چې ت...
وايي د ژغورنې چارې ځکه ورو روانې وې چې تر ډېره د نسکورې شوې الوتکې ماتو کوډو کې اور لګیدلی و
د ژغورنې پوځي او ملکي ډلې د پېښې ځای ته ...
د ژغورنې پوځي او ملکي ډلې د پېښې ځای ته ځغلي
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږ...
د مارګلي غره له هغه ځایه لوخړې پورته کېږي چې دا الوتکه په کې نسکوره شوې ده

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 3 ميلمانه انلاین دي