|
راجسټر
اسلام اباد ته نږدې د لویدلی الوتکې د مړو شویو مسافرو د پیژندنې کار روان دی
پنجشنبې, 29 جولای 2010 15:47


راپورونه وایې چې تراوسه تر څلویښتو مړي خپلو کورنیو ته تر پیژندنې وروسته سپارل شوی دي او د نورو د پیژندنې کار روان دی .

چارواکي وایې چې د پیژندې یو ټیم په کار اخته دې خو دیو شمیر مړو شویو کسانو جسدونه له پیژندنې وتلي دي .

 


دغه ټول مړه شوی کسان دا مهال د پاکستان په بیلابیلو روغتونونو کې کیښودل شوی او تر پیژندلو وروسته به خپلو خپلو کورنیو ته وسپارل شی

ورسره تړلي معلومات

‎اسلام اباد ته نېږدې د لویدلي الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوي دي

‎‫راپورونه وايي نن سهار د یو شخصي  هوايي شرکت الوتکه چې له کراچۍ څڅه پاکستان ته روانه وه اسلام اباد ته نېږدي د کیناستو پر مهال  د مارګلې له غرونو سره ټکرشوې ده .د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک خبریالانو ته ویلي ویره ده چې  په الوتکه کې به  هېڅوک هم ژوندي نه وي پاتې .‬


‎‫د راپورونو له مخې تر اوسه پورې د الوتکې له ماتو ګوډو یوسلو دوه جسدونه ایستل شوې دي.‬
 
‎‫د ایر بلو هوايي شرکت  په دې الوتکه یو سلو څلويشت مساپر او شپږ تنه د الوتکې عمله سپاره ول .‬
 
‎‫د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ددې پېښې د څېړنې لپاره یو کمیسون ټاکلی دی ، همدارنګه نن د پاکستان د کابینې غونډه هم لغوه شوه ده .‬
 
‎‫د پاکستان حکومت په دې مناسبت یو ورځنی ماتم اعلان کړی دی .‬
 
‎‫ځینې پاکستاني چارواکو ویلي چې یو شمیر ټپیان یې هم له الوتکې څخه روغتون ته انتقال کړې دي ، خو نورو بیا د الوتکې د ټولو سپرلیو د وژل کیدو ویره څرګنده کړې ده .‬
 
‎‫د ایربلو شرکت چارواکو ویلي چې الوتکه یې بیخې جکه جوړ او الوتنې ته چمتو وه او د کومې تخنیکي ستونزې پوښتنه په کې نه بیدا کېږي .‬
 
‎‫د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ویلي چې له الوتکې د ستونزې په اړه  کوم پیغام  نه دی  ترلاسه  شوی او دا به د الوتکې پر تور بکس له څېړنې وروسته معلومه شي چې د نسکوریدو لامل یې څه و؟‬
 
‎‫د الوتکې د لویدو له کبله د مارګې په غرونو کې ځای ځای اورونه لیګدلي دي ، ځینو خلکو ویلي چې سهار وختي یې یو مسافر وړونکي الوتکه ولیده چې ډېر ټیټه الوتنه یې کوله .‬
 
‎‫د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم ویلي چې د الوتکه یو ځل مځکې ته ډېره راښکته شوې او بیا بېرته لوړه شوې ده چې د بیا پورته کیدو لامل یې تر اوسه نه دی څرګند .‬
 
‎‫ ویل کېږي چې د الوتکې په ماتو ګوډو کې تر ډېره اورونه بل ول ، او مرستندويه ډلې هم ځکه په ځند ورسیدلي او د ژغورنې کار هم ځکه ورور پر مخ تلو.،‬
 
‎‫له بله پلوه هلته چې الوتکه لویدلې  سړک هم نه شته او د ژغورنې پوځي او ملکي  ډلې په ورو ور رسیدلې دي .‬
 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 5 ميلمانه انلاین دي