|
راجسټر
دننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ٤١ ټولګټې پروژوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
پنجشنبې, 29 جولای 2010 15:57

دغه پروژې چې په کې د اوبو بندونه او کارېزونه شامل دي د کوټ ولسوالۍ په بيلابيلو٤١ کليو لپاره د مرکزي اسيا لپاره د پرمختيايي ګروپ CADGله خوآ د يوسايډ په مرسته په څه باندې درې مياشتو کې بشپړې شوې.

 


د يادې ادارې يوتن مسول انجنير محمد فريد دبشپړو شوو پروژو په سيمه کې وويل  په دغو پروژو کې ٣٤ سربندونه او پاتې يې کاريزونه دي چې د يوسايډ د څه کم يو ميليون امريکايي ډالروپه لګښت د مرکزي اسيا لپاره پرمختيايي ګروپ له خوا سرته ورسيدې.


د نوموړي په وينا د بشپړو شوو ٤١ رغنيزو پروژو له مخې د ٢٥٨٧٧ کورنيو لس زره پنځه سوه هکتاره ځمکې ته د خړوب اسانتياوې برابرې شوې.


د اسيا د پرمختايي ګروپ د مسولينو په وينا يادې ټولې پروژې يې دسيمې د اوسيدونکو په خوښه سرته رسولي او د کار پرمهال په کې  ځايي زرګونه اوسيدونکو ته د کار کولو زمينه هم برابره شوې وه.
 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 4 ميلمانه انلاین دي