|
راجسټر
د ننگرهار هوايي ډگر ته څېرمه د تېلو په دوو ټانكرونو كې بمي چاودنې رامنځته شوې دي
پنجشنبې, 29 جولای 2010 16:44

نن د غرمې شاوخوا دوه بجې د ۲۰۱ لمبر قول اردو او د ننگرهار د هوايي ډگر تر منځ د بارگېنونو په سيمه كې د تېلو په دوو ټانكرونو بمي چاودنې وشوې.

 

په دغه پېښه كوم ځاني تلفات نشته، خو دواړه ټانكرونه په بشپړ ډول د اور خوراك شوي دي. ويل كېږي چې دغه د تېلو دوو ټانكرونو بهرنيو ځواكونو ته چې په هوايي ډگر كې مېشت دي، تېل لېږدول.


د ننگرهار ولايت وياند احمد ضياء عبدالزى چې له خبري رسنيو سره د پېښو په اړه د دولت له دريځ څخه غږېږي، د معلوماتو له وركولو څخه ډډه وكړه او وايي چې تر اوسه له دوى سره د نوموړې پېښې په هلكه پوره معلومات نشته.


مگر بل لوري ته د ننگرهار د امنيې سرپرست قومندان عبادالله تلوار وايي چې په دغو ټانكرونو پسې نښلېدونكي چسپكي بمونه تړل شوي وو او په دغه ځاى كې يې چاودنې رامنځته كړې.
 

ارشاد خوګیاڼی

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 7 ميلمانه انلاین دي