|
راجسټر
کرکټ : هند د سرلینکا په وړاندې د څلور ویکټو په ورکولو 382 منډې وکړی
پنجشنبې, 29 جولای 2010 17:08

د سرلینکا په کولمبو ښار کې د هند او سرلینکا په دوهمه پنځه ورځنۍ ټیسټ لوبه کې نن په دریمه ورځ هند د سرلینکا په وړاندې د څلورو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره  ۳۸۲  منډې وکړی .

 


او د نن ورځی لوبه د نوې اورونو په ترسره کولو سره پای ته ورسیده .

سرلینکا په خپله لومړی لوبه کې هند ته په لسو ویکټو ماتې ورکړی وه چې د سرلینکا یو تن تکړه لوبغاړی مورلیدرن پکې اته ویکټې اخیستی وې او په دې شکل سره یې د  ۸۰۰ ویکټو اخیستو نړیوال ریکارډ هم ټینګ کړ .


په دوهمه پنځه ورځنۍ لوبه کې پچه سرلینکا ګټلی او په خپله یې د منډو جوړلو پریکړه کړې وه چې د هند پر وړاندی یې  ۶۴۲ مندی کړی وې

د هند لو خوا ټندولکر تراوسه  ۱۰۸ منډې کړی او ناټ اوټ پاتی دی او ورسره سوریش رانا هم په منډه جوړلو کې ښه رنزونه کړی او ناټ اوټ پای دی .


سبا به هم هند منډې جوړوی او سریلنکا به توپ اچونه کوی
 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 6 ميلمانه انلاین دي