| پاکستاني چارواکي وايي د کرزي په څرګندونو یې سر نه دی خلاص |
| جمعه, 30 جولای 2010 01:24 |
|
افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل د ویکي لیکس وروستۍ رسوايي او اسنادو یو وار بیا دا په ډاګه کړه چې د تروریزم ځالې د افغانستان له پولو بهر دی او نړېواله ټولنه باید تروریزم هلته وځپي.
د ښاغي کرزي په وینا هیلمن دی چې ددې پټو اسنادو له رسوایۍ وروسته به دا اسناد په غور وڅېړل شي او د تروریزم خلاف اوسنۍ جګړه به یو داسې لورې ته ورسمه کوي چې په کې د سیمې او نړۍ ثبات یقیني شي .
ښاغلي کرزي وویل دا اسناد دوی ته د پاملرنۍ وړ او مهم اسناد دي چې که ورته پام وشي وڅېړل شي او له هغې وروسته پریکړه وشي نو هم به د تروریزم جګړه یو سم لورې ته روانه کړي او هم به د زرګونو خلکو ژوند خوندي شي .
د کرزي په وینا د دوی لویدیځ متحدین په دې خبره ښه پوه دي چې تروریزم چېرې دی او دا توان هم لري چې د افغانستان له پولو بهر د هرهګرو ځالي وزپي خو دا چې دوی ولې دا کار نه کوي دا د پوښتنې وړ خبره ده .
کرزي که څه هم تر پایه په خپلو خبرو کې د پاکستان نوم یاد نه کړ خو له خبرو یې په ډاګه څرګندېده چې د افغانستان له پولو نه یې موخه پاکستان دی .
د ویکي لیکس له رسوايۍ وروسته چې په کې د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو سره مرستندویه ښودل شوي یو شمیر نورو لویدیځو هېوادنو هم پر پاکستان غږ کړی چې د تروریزم له صادرولو دې لاس واخلي.
په دې لړ کې د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون هند ته د خپل سفر پر مهال وویل پاکستان باید دوه مخی سیاست پریږدي او هند او افغانستان ته د تروریستانو له استولو لاس واخلي . |
تبصرې