|
راجسټر
په کندهار کې یو شمیر قومي مشران په مرګ تهدید شوي
جمعه, 30 جولای 2010 02:18

 

نن یو شمیر قومي مشرانو په کندهار کې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو له خوا ورته لیکونه غورځول شوي او ورته ویل چې په لږه موده کې دې له هېواده ووځي کنه د وژلو پریکړه یې شوې ده .

 

له دې لیکونو څخه یو شمیر یې چې د ازادۍ راډیو ویب پاڼې خپاره کړي  د طالبانو په نوم مهر او ټاپې لري ، هغو قومي مشرانو چې دا لیکونه یې تر لاسه کړي رسنیو ته ویلي چې دوی عام وګړي دي او له حکومت سره هېڅ ډول تړاو نه لري ، ددې لیکونو څو نمونې دلته کتلۍ شۍ چې د ازادۍ راډیو له پاڼې راخیستل شوې دي:

که څه طالبانو تر اوسه ددې لیکنو په اړه څه نه دی ویلي خو تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایساف د ویاند هغه ادعا رد کړې وه چې ګوندې د طالبانو مشرتابه د یو شمیر عامو افغانانو د وژلو امر کړی او یو تور لیست یې برابر کړی دی .  ښاغلي مجاهد ویلي و د طالبانو ډلو ته مشرتابه له خوا د عامو وګړو د خوندیتوب د په پام کې ساتلو امر شوی دی نه د وژلو

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 10 ميلمانه انلاین دي