| خیبر پښتونخوا کې لسګونه کسان وژلي |
| جمعه, 30 جولای 2010 02:40 |
|
د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کې پرلپسې بارانونه وریدلې دي او د پېښور او نورو ښارونو په ګډون ځای ځای سیلابونه راوتلي دي ، سیلابونو په سلګونو کسان لاهو کړي کورونه یې نړولي ، ابادې مځکې یې وړي دي، او ژوند یې له جدي خطر سره مخ کړی دی .
د خیبر بښتونخوا ایالتي حکومت په دې ایالت کې بېړنۍ حالت اعلان کړې او ویل کېږي چې تر اوسه د مرکزي حکومته مرستې نه دې ور رسیدلي.
همدارنګی دپښتونخوا ايالت په مختلفو سیمو کی ۱۲افغانان هم مړه شوی په . دی حکله چی مونږ په پيښور دافغان مهاجر له دفتر سره تماس کې شو هغهوی له خبرو کول څخه ډډه وکړه او ویلی چې مونږ ته په دی اړه معلومات نشته.
دخیبرپښتونخوا کی دافغانان ټولو نه غټ کیمپ ذاخیلو کې دې سیلابونو کډوالو فغانانو ته ډیر زيانونه اړولي دي په سیمه کی افغانانو د ختیځ استازي ته ویلي چې له تیرو دوو ورځو راپدیخو نه افغان قونصلګرۍ او نه دافغان مهاجرو ریاست زمونږ پو ښتنه کړی . دوی وايي کورونه یې اوبو لاهو کړي او پاکستاني چارواکی ورته په ښونځیو کې هم ځای نه ورکوي .
ويل کيږي چې په دغو سيلا بونو کې دځاني زيانونو سربيره خلکو ته ګڼ مالي زيانونه هم اوښتي او په يادو سيمو کې دسلګونو کورونو لويدو سبب شوی همدارنګه یې لارې او سړکونه هم خراب کړي او په سیمه کې یې تګ راتګ سخت کړې دي .
راپورونه وايي د رنو سیلابونو له کبله د اسلام اباد او پېښور ترمنځ لویه لاره هم تړل شوې او په نورو سیمو کې هم لارې بندې دي .
په سیمه کې د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې له زپلو خلکو سره مسرته وکړي خو ویل کېږي چې د زِورنې چارې هومره محسوسې نه دي او خلک خپله له توفانونو د وتلو هڅه کوي .
راپور : داودجبارخیل، پېښور |