|
جمعه, 30 جولای 2010 03:22 |
|
راپ ورونه وايي د هغو دوو امریکایانو څخه چې په دې وروستیو کې په لوګر کې تري تم شوي و، د دویم مړی هم وموندل شو ، د دوی څخه د لومړني مړی وړمه ورځ تر لاسه شوی و.
امریکايي چارواکو تایید کړې چې د دویم سرتیري مړی یې هم موندلی دی ، طالبانو د دواړو سرتیرو د تښتولو مسولیت منلی و.
ویل کېږي چې دا دواړه سرتیري له خپل کمپ بهر وتلي و چې په لاره کې وسلوالو طالبانو وتښتول ،امریکايي چارواکي وايي تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا سرتیري له خپل کمپه په څه پسې وتلي ول. او په دې اړه یې څېړنې روانې دي |