|
راجسټر
خرابې هوااودمارګله غرونود۱۵۲ تنوژوندواخیست
جمعه, 30 جولای 2010 03:50

دپاکستان دیوه شخصي شرکت ایربلوالوتکه چې تیره ورځ دپاکستان له کراچۍ ښارڅخه مرکزاسلام ابادته په لاره وه داسلام ابادپه شمال کې دمارګله له غرونو سره ټکرشوه اوپه بشپړه توګه له ویجاړه شوه.

دادچهارشنبې په ورځ په درسته نړې کې ترټولوخونړۍ اوبده پیښه وه اونږدې دټولورسنیولومړۍ اومهم خبرو.

 

دایربلوشرکت دغه الوتکه چې ایربس ۳۲۱ نومیده ډیره زړه هم نه وه اونږدې لس کاله وړاندې جوړه شوې وه. په دغه الوتکه کې ددووامریکایانواویوصومالیایی په ګډون ټول ۱۵۲ تنه سپاره ووچې په دې کې ۱۴۶ سپرلې اوشپږتنه دالوتکې عمله وه. دپاکستان دفضایی چارواکواودژغورنې دډلوپه ویناپه الوتکه کې سپاره ټول کسان مړه دي اویوتن هم ژوندې نه دې پاتې.

 

دغه الوتکه چې دسهارپه ۷:۳۰ بجې دکراچۍ له نړیوال هوایی ډګرڅخه له ۱۵۲ تنوسره هواته والوته دټاکلي وخت له مخې دسهارپه ۹:۳۰ بجې داسلام آبادپه بینظیربهټو هوایی ډګر کوزیده، خوخپل منزل ته تررسیدووړاندې داسلام ابادپه شمالي علاقه کې دمارګله له غرونوسره ټکرشوه اود۱۵۲ تنوسپرلیودژوندهیلې اوامیدونه دمارګله په غرونوکې دتل لپاره دخاوروسره خاورې شول.

دپاکستان په تاریخ کې داترټولوستره فضایی پیښه وه چې په دومره ګڼ شمیرعامووګړوته په کې مرګ ژوبله واوښته. نن دپنجشنبې په ورځ په ټول پاکستان کې ملی ماتم اعلان شوې دې.

دپاکستان دکورنیوچارووزیررحمان ملک رسنیوته وویل چې په الوتکه کې سپاره ټول کسان چې دوه یی امریکایی اویوتن یی صومالیی دې مړه شوي دي ، دهغه په وینا دالوتکې دچلوونکیوله لوري کوم بیړنې پیغام دالوتنودکنترول ادارې ته نه ووورکړل شوې. دکورنیوچارووزیرزیاته کړه چې دالوتکې دغورځیدواصلی لامل به دتوربکس له موندلووروسته په ډاګه شي.

 

دایربلوهوایی شرکت مسوولین وایی چې ددوې شرکت پورې تړلې دغه ایربس ۳۲۱ الوتکه مکمله روغه اودالوتنې لپاره چمتووه. دشرکت مسوولین وایی چې دالوتنې څخه دمخه په دغه الوتکه کې هیڅ ډول تخنیکي مشکل نه وو.

دشرکت دبازارموندنې مسوول راحیل وویل چې دغه ۳۲۱ ایربس ډوله الوتکه په ۲۰۰۰ میلادي کال کې جوړشوی وه او په ۲۰۰۶ کال کې دایربلوشرکت ترلاسه کړه ، هغه زیاته کړه چې دغې الوتکې تردې وړاندې ۱۳۵۰۰ الوتنې ترسره کړي دي اوتردې دمه په کې هیڅ ډول تخنیکي اوفنی مشکل نه وولیدل شوې.

 

دپاکستان د ترټولوستر هوایی شرکت پی آیی اې یوه کپتان هاشم رضاګرویزي وویل چې نیم ساعت وړاندې تردې چې دغه ایربس الوتکه نسکوریږي یوه بله الوتکه دخرابې هوااوباران له امله له اسلام ابادڅخه لاهورته واستول شوه. کپتان ګرویزي وویل چې ددغې الوتکې کپتان پرویزاقبال چودهري نومیده چی ډیرتکړه و اوپه هوایی الوتنوکې ۳۵ کاله تجربه درلوده دهغه په اندددغې الوتکې دغورځیدو لامل شاید بریښنا اویاهم تیزه هوا وي چې الوتکی خپل توازن له لاسه ورکړې اوله غره سره ټکرشوې ده.

خومحمدهارون چې دپی ایی ای مشردې وایې چې دده په انددالوتکې دټکرلامل ترډیره حده دکپتان تیروتنه کیدلای شي.

 

دپاکستان د یوه محلي تلویزیون ایکسپریس په یوه رپوت کې ښودل کیږي چې دالوتکي پیلوټ ته وارننګ ورکړل شوې ووچې له رنوې (دالوتکوسرک) څخه هاخواروان دې:

پیلوت په ځواب کی وایی : ماته رنوې ښکاري

په یوه بل پیغام کې کپتان ته ویل کیږي ؛ الوتکه کیڼ لاس ته تاوه کړه، دمارګله غرمخامخ دې.

کپتان په ځواب کې وایې : ماته دمارګله غرونه ښکاري.

تردې دمه ددغې پیښې اصلي لامل دهواخرابوالې اوطوفان په ګوته شوې، خودځینوچارواکواوخلکوپه ویناداله امکانه لری نه ده چې په داسې یوهیوادکې چې هرپلوه له امنیتی مشکلاتوسره مخ دې ددې پیښې ترشاه دې هم دکومې ډلې لاس وي .

دپاکستان صدراعظم یوسف رضاګیلاني دپیښې دکره پلټنې لپاره یوه پنځه کسیزه پلټونکې ډله په کارګمارلې، ترڅودالوتکې هغه تورباکس پیداکړي اودپیښې جدي اوکره پلټنه وکړي.

 


دژغورنې ډلې فعالیتونه

 

دپیښې درامنځته کیدوسره سم دژغورنې بیلابیلې ډلې دپيښې ځای ته ورسیدې. پیښه په داسی ځای کی رامنځته شوی وه چې شاوخوایې غرونه اوځنګل واوکوم ځانګړې سرک هم هغی ځای ته نه ووتللې. دژغورنې ډلې له بیلابیلولاروپه ډیرې ستونزې دپيښې ځای ته ورسید.

دژغورنې په ډلوکې دپاکستان فوځ ، نیوي ، هوایی ځواک ، سره میاشت اوریسکیو۱۱۲۲ ګډون درلود.

داسلام ابادډي ای جي بنیامن چې دامدادي کارونومسوول دې وویل چې په پیل کې دپیښې په ځای کې داور اودخرابې هواله امله ډیرې ستونزې اومشکلات وو. هغه وویل چې دپیښې سیمې ته موپه اسانې درسیدولپاره یوه ځانګړې لارجوړه کړه او داوردوژلولپاره موله دریوڅرخي الوتکوڅخه کارواخیست.

هغه زیاته کړه چې دپیښې دقربانیانودبدن غړي ځای ځای پراته دي اودژغورنې کارکوونکي ېې په راټولولوبوخت دي.

 

 

له پیښې څخه وروسته دولسمشراوباما لنډه وینا

 

له پیښې څخه لږځنډوروسته دامریکا ولسمشربارک اوباما درسنیوله لارې لنډه وینا وکړه اودایې په ډاګه کړه چې په الوتکه کې دوه تنه امریکایان هم سپاره وو. بارک اوباما په ډیرې خواشینې سره دپیښې یادونه وکړه اوویی وویل چې دپیښې په قربانیانوکې دوه تنه دامریکااوسیدونکي هم دي. ښاغلي اوباما دپیښې له ټولوقربانیانوسره خواخوږې وښودله او زیاته یې کړه چې نن موږله ټولوهغوکسانوسره چې په دغه پیښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي خواخوږې ښایواودعا ورته کوو.

 

 

په پاکستان کې تردې دمه شویوفضایی پیښوته یوه لنډه کتنه

 

په جینواکې دنړیوالوفضایی پیښودثبت ادارې (ایرکرافټ کریشزریکارډ افس) دمعلوماتوله مخې دایربلوشرکت ددغې الوتکې نسکوریدل دپاکستان په تاریخ کې تردې دمه ترټولوستره اووژونکې پیښه ده چې په دومره زیات شمیرعام وګړي په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 په پاکستان کې هوایی پیښه څلورکاله وروسته رامنځته کیږي، تردې وړاندې وروستۍ پیښه په ۲۰۰۶ کال کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د پی ایی اې یوه فوکرالوتکه له ملتان هوایې ډګرڅڅه له الوتولږځنډوروسته راولویده. په دغه الوتکه کې دفوځ ددوولوړپوړوچارواکواودووقاضیانوپه ګډون ټول ۴۵ تنه سپاره وو چې یوتن هم په کې ژوندې پاتې نه شو.

 

دپاکستان پرخاوره تردې دمه ۳۵ فضایی پیښې رامنځته شوي چې ټولټال ۵۱۸ تنوپه کې خپل ژوندله لاسه ورکړې دې.

په دغه ټولوپیښوکې دپاکستان ددولتي هوایې شرکت پی ايی اې یوولس الوتکې دپیښوښکارشوي چې په دې کې ۵ فوکرالوتکې دي.

دپاکستان دهوایی ځواک (ایرفورس) لس دسپرلې الوتکې له پیښوسره مخ شوي چې ترتولووروستۍ هغه یې په ۲۰۰۳ کال کې کوهاټ ته نږدې دیوه فوکرالوتکې دراغورځیدوله امله رامنځته شوه چې په دې پیښه کې دهغه وخت دهوایې ځواک مشرمارشال مصحف علي هم ووژل شو.

 دپاکستان په خاوره تردامهاله دنړیوالو هوایې شرکتونونهه پوځي اوغیرپوځي الوتکی راغورځیدلې دي چې په دې کې دافغانستان دشخصي هوایې شرکت اریانا یوه الوتکه هم ده چې په ۱۹۹۸ کال کې دخوژک په غرونوکې دپیښې ښکارشوی وه او۵۱ تنوپه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

 

 

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 8 ميلمانه انلاین دي