|
راجسټر
سلمان بټ: هڅه کووچې دبریاوولړۍ ته مودوام ورکړو
جمعه, 30 جولای 2010 03:53

دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله نن دناټهنګم ښارپه ترینټ بریج لوبغالي کې له انګلستان سره خپله لومړۍ پنیځه ورځنۍ لوبه پیلوي.

ټاکل شوې چې پاکستان به له انګلستان سره څلورپنځه ورځنې ، ۵ یوورځنې اودوه شل اوریزه لوبې ترسره کړي چې دغه ټولې لوبې به شاوخوایوه نیمه میاشت وخت ونیسي.

 

داستریلیاله ماتولووروسته دپاکستان لوبغاړي تمه لري چې انګلستان ته به هم ماتې ورکړي. دټیسټ لوبولپاره سلمان بټ اودیوورځنې اوشل اوریزولوبولپاره شاهدافریدی دپاکستان مشري پرغاړه لري.

سلمان بټ چې نن به په خپله دویمه لوبه کې دپاکستان مشري کوی هیله لري چې دوی به وکولای شي دانګلستان پروړاندې هم ښه لوبه وکړي اوخپله دبریاوولړې همداسې وغزوي.

 

ښاغلي بټ وویل چې پاکستان دنړې ترټولوښه اوغوره توپ اچوونکي لري، هغه زیاته کړه چې دټینټ بریج لوبغلې اوپچ تل دتیزتوپ اچوونکوسره کومک کوي نودوی بیاهم اصف ، عامراوعمرګل ته سترګې په لاردي اوله دوې دښې لوبې تمه کوي.

له بله خوادانګلستان دلوبډلې کپتان انډریوسټراس هم دپاکستان پروړاندې دبري هیله لري.انګلینډهم له دې وړاندې په یوورځنیولوبوکې اسټریلیاته ماتې ورکړې ده.

 

انډریوسټراس دپاکستان دتوپ اچوونکوستاینه وکړه خووی ویل چې دوی دهیڅ ډول ذهني فشارلاندې نه دي اودپاکستاني توپ اچوونکوپروړاندې به دیوه ځانګړې ستراتیجې له مخې لوبه کوي. ښاغلې سټراس په توپ وهنه کې له کیون پیټرسن اومورګن څخه دښه ځلیدوهیله لري.

 

تبصره وکړه

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 3 ميلمانه انلاین دي