|
سې شنبې, 31 اګسټ 2010 13:42 |
|
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ١٩ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.د آيساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د وسلوالو په لټه دغه ګډ عمليات يې تېره ورځ په دغه ولايت کې ترسره کړي دي.
|
|
|
خالي, 28 اګسټ 2010 13:27 |
|
د ننګرهار په ايسارک ولسوالۍ په بريدکې مرګ ژوبله پېښه شوېده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د شنبې په شپه وسله والو مخالفينو د جلال اباد غرب ته څه ناڅه ٩٠ کيلو متره لرې په پرتې ولسوالۍ ايسارک باندې بريد کړى، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ٤ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤ نور ټپيان شويدي.
|
|
خالي, 28 اګسټ 2010 13:22 |
|
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تروریزم له اسلام سره هېڅ تړوا نه لري او باید له اسلام سره تړلی و نه بلل شي . ولسمشر دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر له سلاکار راشد حسین سره د لیدنې پر مهال کړې دي .
|
|
پنجشنبې, 26 اګسټ 2010 15:09 |
|

د هلمند د پوهنې ریس ویلي د نادعلي په ولسوالۍ کې تېره شپه نامعلومو وسلوالو یو ښونځي په ماینونو لوټې لوټې کړ .
نوموړی دا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو کاربللی دی .
|
|
سې شنبې, 24 اګسټ 2010 19:03 |
|
د کندهاردولايتي شوراريس اود ولسمشرکرزي ورور احمدولي کرزي دامريکايي ورځپاڼي واشګټن پوسټ هغه تورنه ردکړه چې وايي احمدولي کرزي ديا رلس بکسه ډالره دکندهارڅخه دوبۍ ته انتقال کړي
|
|
پنجشنبې, 19 اګسټ 2010 16:38 |
|
افغان ولسمشر حامد کرزي همدومره وکړی شول چې د دفاع د وزیر رحیم وردګ او یو شمیر نورو چارواکو او بهرنیو سفیرانو په ملتیا د خپلواکۍ څلي ته ورشي او هلته د ګلو یوه ګیډۍ کېږدي .
|
|
چارشنبې, 18 اګسټ 2010 15:28 |
|
دننګرهار ولایت د دوو ولسوالیو روداتو او هسکې مینې ترمنځ عځیدلی سرک په دې ولایت کې د ولایتی بیارغونې ډلې پی ار ټی په مالي لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
|
|
چارشنبې, 18 اګسټ 2010 15:24 |
|
د امريکا متحده ايالتونو د پنځه ميلوه امريکايي ډالرو په مالي مرسته د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د سرحدې پوليسو د لومړى ټولي ، ودانۍ ګټې اخستنې ته وړاندې شوه.
|
|
|
خالي, 07 اګسټ 2010 17:51 |
|
د ختيز د درېيو ولايتونو په يوشمېر سيمو کې تېره شپه درانه سېلابونه راوتي چې چارواکي پکې د اته وېشت تنو د مړه کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو ترڅنګ د ځينو خلکو د نادرکۍ او همدا شان دمالي زيانونو خبرورکوي.
|
|
جمعه, 06 اګسټ 2010 14:00 |
|
د امریکا د دفاع وزارت د ویکي لیکس ویب پاڼې ته خبرداری ورکړي چې هغه پنځلس زره پاتې اسناد دې زر تر زره ور وسپاري چې له دوی سره دي او لا یې خپاره کړې نه دي .
|
|
پنجشنبې, 05 اګسټ 2010 10:23 |
|
دغه جګړه تېره ورځ دلغمان ولايت دمرکز مهترلام لويديځ ته په پنځه اويا کيلو متري کې دبادپښ په سېمه کې ددولت او وسلوال مخالفين ترمنځ رامنځته شوې چې ګڼه مرګ ژوبله په کې اوښتې ده .
|
|
چارشنبې, 04 اګسټ 2010 21:05 |
|
جولیان اسانج چې د ویکي لیکس ویب پاڼې مدیر دی او په دې وروستیو کې یې د افغانستان په اړه د امریکا په زرګونو پټ اسناد په ډاګه کړي وايي د سپینې ماڼۍ له منځه ورته یوې سرچینې ویلي چې امریکا ته دې نه ستنېږي کنه نېول کېږي .
|
|
یکشنبې, 01 اګسټ 2010 18:14 |
|
دننګرهار په بهسودوولسوالۍ کې دننګرهار دسرې مياشتې ټولنې له خوا يوسلو څلورويشت سيلاب ځپلو کورنيو ته ديادې ولسوالۍ د پښتونستان دقبايلو په لېسه کې لنډ مهاله کمپ جوړ شو.
|
|
خالي, 31 جولای 2010 16:05 |
|
عیني شاهدانو د ختیځ استازي ته ویلي چې لومړۍ د امریکا د سفارت د ساتونکیو موټر د ملکي خلکو له یو موټر سره په داسې حال کې ټکر شو چې پړه د سرتیرو پر لورې وه ، خو د سفارت سرتېرو له ټکر سملاسي وروسته د پېښې په سیمه کې پر خلکو ډزې کړي.
|
|
|
<< پیل < پخواني 1 2 3 4 5 6 7 بل > پای >>
|
|
پاڼې 1 د 7 |