|
خالي, 28 اګسټ 2010 15:40 |
|
د پېښور ښار دصدر سيمې په اړوندو کې د امنيتي ځواکونو او نا پېژاندو وسله والو بريدګرو ترمنځ تر مخامخ نښتې وروسته ويل کېږي چې بريد کوونکي يوې مهمې دولتي ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي خو چارواکي وايي دغه ودانۍ يې له څلورو لوريو کلا بنده کړې او دولتي ځواکونه یې دنيولوپه هڅه کې دي.
|
|
|
چارشنبې, 25 اګسټ 2010 20:57 |
|
راپورونه وايي په عراق کې د څو حملو په ترڅ کې لږ تر لږه څلویښت تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل دي .
|
|
چارشنبې, 25 اګسټ 2010 20:55 |
|
شمالی کوریا وايي د متحد ایالاتو پخوانی ولسمشر ، جیمي کارتر ، نن ددې هیواد پایتخت ، پیونګیانګ ، ته ورسید .
|
|
چارشنبې, 25 اګسټ 2010 20:54 |
|
د فیلیپین حکومت د پولیسو د هغو څلورو افسرانو دندې ځنډولې دي چې تېره ورځ یې مرکز مانیلا ته نژدې د توریستانود یو بس د برمته کېدو پرمهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو مشري کوله.
|
|
سې شنبې, 24 اګسټ 2010 20:49 |
|
د سومالیا پوځ وايي چې لږترلږه ۳۳ تنه نن د دې هیواد په مرکز موګادیشو کې پر یوه مشهور هوټل د الشباب افراطي ډلې د مشکوکو وسلوالو په حمله او انتحاري چاودنوکې وژل شوي دي .
|
|
سې شنبې, 24 اګسټ 2010 19:32 |
|
دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه په اړوندو کې يو کور چې ويل کېږي مشکوک وسله وال جنګيالي پکې اوسېدل د بې پيلوټه امريکايي الوتکو له خوا په نخښه شوی
|
|
سې شنبې, 24 اګسټ 2010 18:58 |
|
په داسې حال کې چې نړیوال وجهي صندوق له پاکستان سره د مالي مرستو په اړه خبرې کوي، ملګروملتونوله سېلابونو وروسته د سختو ورانیو ترڅنګ په دې هېواد کې د ناروغیو د خپرېدو له وجې اندېښنه ښودلې ده.
|
|
پنجشنبې, 19 اګسټ 2010 16:27 |
|
که څه هم چې تلویزونونو کویت ته د دغه ځواکونو د وتلو تصاویر خپاره کړي دي خو تر اوسه پورې د امریکا د دفاع وزارت دا نه ده تایید کړې.
|
|
|
خالي, 07 اګسټ 2010 16:56 |
|
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګېلاني وويل د وروستيو سېلابونو له کبله په دې هېواد کې رامنځته شوى بشري ناورين او ويجاړي يو لوى افت دى او د نړيوالو مرستو غوښتنه يې وکړه.
|
|
خالي, 07 اګسټ 2010 16:54 |
|
د ملګرو ملتونو اداره او امريکا وايي د پاکستان حرکت الجهاد اسلامي ډله يې د بهرنيو تروريستي ډلو په توګه پېژندلې، دا ډله او د دې ډلې مشر محمد الياس کشميري يې د تروريستي ډلو او افرادو په ليست کې نيولي، چې شتمنۍ به يې کنګل شي.
|
|
خالي, 07 اګسټ 2010 14:01 |
|
د جمعې په ورځ د متحدو عربي اماراتو حکومت وویل چې دد تیلو پر یو جاپاني ټانکر د فارس په خلیج کې بمي چاودنه شوې ده .ویل کېږي دا د خلیج په دې سیمه کې چې هره ورځ پرې په میلونو بیلره تیل انتقالېږي لومړنۍ داسې پېښه ده
|
|
پنجشنبې, 05 اګسټ 2010 10:32 |
|
داودجبارخیل
دغه ځانمرګی برید په سنهري مسجد روډ دايف سي ددفتر سره نزدې ماذيگر مهال هاغه وخت رامنتځ شوه کله چې دمليشه ځواکونو مشر صفت غيور دخپل دفتر څخه په گاډي کې راووتلو او په سړک تيريدلو.
|
|
چارشنبې, 04 اګسټ 2010 21:30 |
|
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په بریتانیا کې دی او د جمعې په ورځ به د دغه هیواد له صدراعظم ډیویډ کامرون سره وګوري.تیره اونۍ کامرون له هند څخه د لیدنې پر مهال وویل چې پاکستان افغانستان، هند او نورې نړۍ ته ترورزم صادروي. د کامرون له دې خبرې سره په پاکستان کې سخت مخالفت وشو او پاکستان کې یو شمیر سیاستوالو له زرداري وغوښتل چې د بریتانیا سفر لغوه کړي.
|
|
چارشنبې, 04 اګسټ 2010 20:48 |
|
ویل کېږي نن د ایران د ولسمشر احمدي نژاد د موټرو کاروان ته نېږدي په همدان کې یو لاسي بم وچول شوچې د چارواکو په وینا نه یې ولسمشر او نه یې بل چاته زیان اړولی دی .
|
|
خالي, 31 جولای 2010 20:19 |
|
دخبیر پښتنو خواه کی دبارانونو او سیلاب له امله دمړو شمیره ۶۸۰ته زیاته شوي.
د راپورونو له مخې د مواصلاتو د نظام دتباه کیدو له امله ټوله صوبه کې دامدادي کارونو لړۍستونزو سره مخ ده دبونیر چغرزو سیمه کې دتندر پریو تو له امله څو کلي تباه شوي دي .
|
|
|
<< پیل < پخواني 1 2 3 4 5 بل > پای >>
|
|
پاڼې 1 د 5 |