|
راجسټر
زموږ په مظلوميت کې د لويديځ څومره ونډه ده ؟
خالي, 04 سیپټیمبر 2010 14:59

ژباړه  : عبدالرحمن فرقاني .

لويديځ دخپل دوه مخيز سياست له کبله ملامت دی ، که يوه لوري ته لويديځ په خپلو هيوادونو کښي د ديموکراسۍ اود بشرد حقوقو د برلاسي اړوند زيار باسي اوپه کلکه يې ساتنه کوي ،

 
کونړ : د وسله والو او ایتلاف ترمنځ مخامخ نښته
خالي, 04 سیپټیمبر 2010 14:46

د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې تېره شپه  د وسله والو طالبانو او ايتلافي ځواکونو ترمنځ مخامخه جګړه شوې چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د درنې مرګ،ژوبلې دعوه لري .

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي په شيګل کې يې د ايتلافي ځواکونو پر يوه کاروان تر کمين وروسته وسله والو ملګرو بريد کړى او د څو ټانګونو پرويجاړولو سربېره يې د ايساف اوه سرتېري وژلي او ٤ نوريې ټپيان کړي .

 
لاهور: په ځانمرګوبریدونوکې شاوخوادوه سوه تنوته مرګ ژوبله واوښته
پنجشنبې, 02 سیپټیمبر 2010 10:39

 

دپاکستان دپنجاب ایالت په مرکزلاهورښارکې دحضرت علي دشهادت په یادپه جوړشوي لاریون کې ځانمرګیوبریدونولږترلږه ۳۵ تنه ووژل اوله دوسوه څخه زیات یې ټپیان کړل.

 

لومړې ځانمرګې بریدتیرماښام ۷ بجې دکربلاګامې شاه سیمې ته نږدې پرلاریون وشوچې له امله یې لاریون کوونکي تیت پرک شول.

 

 
‎ويکي ليکس ؛ کره او که ناکره اسناد خپروي؟
چارشنبې, 01 سیپټیمبر 2010 09:05

 
‎م محب الله الله يار
    
‎وروسته تر هغې، چې  د ويکي ليکس ويبپاڼې څه باندې ٩٠٠٠٠ خپرو کړو اسنادو سربېره د ١٥٠٠٠ نورو د خپراوي خبر ورکړ،

 
په کونړ کې ‌د طالبانو او بهرنیو ځواکونو نښته شوې ده
سې شنبې, 31 اګسټ 2010 13:42

د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ١٩ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.د آيساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د وسلوالو په لټه دغه ګډ عمليات يې تېره ورځ په دغه ولايت کې ترسره کړي دي.

 
جلال اباد د شاهي ماڼۍ مخې ته چاودنې د لعل پوري ولسوال وواژه .
دوشنبې, 30 اګسټ 2010 11:51

 نن سهار د ننگرهار ولايت مخې ته د  لعلپورې ولسوال سيد محمد پهلوان  په يوه بمې چاودنه کې ووژل شو او څلور تنه ساتونکې يي  ټپيان شول ‪.
د ننگرهار چارواکي وايې چې د ولسوال په موټر کې چاوديدونکې مواد  ځاې پر ځاې شوې وه چې له امله يي چاودنه رامنځه شوه ‪.‬

 

 
د پېښور په صدر کې یو مهمې ودانۍ ته وسلوال ننوتي دي
خالي, 28 اګسټ 2010 15:40

د پېښور ښار دصدر سيمې په اړوندو کې د امنيتي ځواکونو او نا پېژاندو وسله والو بريدګرو ترمنځ تر مخامخ نښتې وروسته ويل کېږي چې بريد کوونکي يوې مهمې دولتي ودانۍ ته په ننوتو بريالي شوي خو چارواکي وايي دغه ودانۍ يې له څلورو لوريو کلا بنده کړې او  دولتي ځواکونه یې  دنيولوپه هڅه کې دي.

 
د کرزي دفتر: نیویارک ټایمز افغان حکومت ته سپکاوی کړی
خالي, 28 اګسټ 2010 15:28

افغان دولت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر هغه راپور سخت غبرګون ښودلی دی چې وايي  د افغانستان د حکومت نمايي کارکونکي په ځانګړې توګه هغو ته چې د ولسمشرۍ په دفتر کې کار کوي د امریکا استخباراتي اداره (سي، اۍ ، اې) تنخواګانې ورکوي.

 
پر ایسارک ولسوالۍ وسلوالو طالبانو برید کړی
خالي, 28 اګسټ 2010 13:27

د ننګرهار په ايسارک ولسوالۍ په بريدکې مرګ ژوبله پېښه شوېده.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د شنبې په شپه وسله والو مخالفينو د جلال اباد غرب ته څه ناڅه ٩٠ کيلو متره لرې په پرتې ولسوالۍ ايسارک باندې بريد کړى، چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ٤ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ٤ نور ټپيان شويدي.

 
کرزی : تروریزم له اسلام سره تړوا نه لري
خالي, 28 اګسټ 2010 13:22

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تروریزم له اسلام سره هېڅ تړوا نه لري او باید له اسلام سره تړلی و نه بلل شي . ولسمشر دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر له سلاکار راشد حسین سره د لیدنې پر مهال کړې دي .

 
خوست کې د بهرنیو ځواکونو پر اډو ډله ایز وسلوال برید شوی
خالي, 28 اګسټ 2010 12:56

پر دغې اډې په تېر ډيسمبر میاشت کې هم ورته برید شوی و.

ویل کېږي چې نن سهار وختي لسګونو وسلوالو طالبانو د خوست په خوا شا سیمو کې  د نړېوالو ځواکونو پر اډو برید وکړ ، لومړې یې پر دې اډو توغندي وتوغول او وروسته یې له بهرنیو ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړه .

 
ننګرهار : د سیلاب ځپلو د مړو شمیر تر ۱۹ کسانو ورسید .
پنجشنبې, 26 اګسټ 2010 17:17


د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى وايي چې د تېري ورځې له سختو ورښتونو ورو سته دننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې سلابونه راوتي چې په ترڅ کې يې نونس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي  .  

 
کرزی : د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ڼېټې ټاکلو وسلوال زړور کړي
پنجشنبې, 26 اګسټ 2010 15:26

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي ، سره له دې چې د بیارغونې په برخه کې  د پام وړ پرمختګ شوی دی خو د تروریزم ضد مبارزه کې  پرمختګ نه دی شو

 
هلمند کې نا معلومو وسلوالو یو ښونځې له خاورو سره خاورې کړ
پنجشنبې, 26 اګسټ 2010 15:09

د هلمند د پوهنې ریس ویلي  د نادعلي په ولسوالۍ کې تېره شپه نامعلومو وسلوالو یو ښونځي په ماینونو لوټې لوټې کړ .

نوموړی دا په سیمه کې د وسلوالو طالبانو کاربللی دی . 

 
درنو سیلابونو بیا د سپین غره لمنې وزپلې
پنجشنبې, 26 اګسټ 2010 13:37

راپورونه وايي چې د ننګرهار ولايت په بېلا بېلو سيمو کې راوتلو سېلابونو ١٥ تنه  وژلي او زرګونه جريبه مځمکې، فصلونه، سلګونه کورونه او څاروي يې له منځه وړي.

 
<< پیل < پخواني 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 بل > پای >>

پاڼې 1 د 19

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 6 ميلمانه انلاین دي