|
راجسټر
کرکت : سلمان بټ، عامراواصف له پاتې لوبوڅخه باهرشول
جمعه, 03 سیپټیمبر 2010 12:53

تیره ورځ دکرکټ نړیوال کونسل ای سی سی وروسته له دې چې دبریتانوي پولیسوڅیړنه بشپړه شوه پردریوپاکستاني لوبغاړوسلمان بټ ، محمدعامراومحمدآصف په هره کچه دکرکیټ دلوبی بندیزولګاوو.

 

 
په ننګرهار کې د کرکټ ازموېنه
خالي, 28 اګسټ 2010 13:04

د ننګرهار کرکېټ فدراسيون د شل اورېزو نړۍ والو سياليو د چمتو والي لپاره د کرکېټ ډله جوړه کړه.

کرکېټ فدراسيون ددغه ولايت له سلګونو کرکټ لوبغاړو نه د شنبې په ورځ ازموينه واخيسته او شپاړس تنه يې وټاکل.دالوبغاړي به په کابل کې د ټول افغانستان په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

 
سکاټلینډ او افغانستان : په یو ورځنیو لوبو کې مساوي شو
چارشنبې, 18 اګسټ 2010 15:10

  له څلوروځنې لوبې وروسته دافغانستان اوسکاټ لینډ دلوبډلوترمنځ دوه یوورځنۍ لوبې هم ترسره شوی چې لومړې لوبه افغانستان اودویمه لوبه سکاټ لینډ وګټله

 
کرکټ : افغانستان په یوه ورځنۍ لوبه کې سکاټلینډ ته ماتې ورکړه .
دوشنبې, 16 اګسټ 2010 14:39

     

پچه سکاټلینډ وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پریکړه وکړه لومړني اورنه میرویس اشرف او شاپور ځدراڼ وار کړل او د سکاټلینډیانو درې ویکټې یې وغورځولی

 

 
کريکټ: افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه
یکشنبې, 15 اګسټ 2010 14:32

 

افغانستان د لويو وچو په سياليو کې سکاتلند ته په ٢٢٩ منډو ماتې ورکړه او اوس د اوو هيوادونو په اتلوليو کې لومړى مفام لري

 
کریکټ : افغانستان خپله دویمه پاڼې پیل کړه
جمعه, 13 اګسټ 2010 16:08

 

دافغانستان اوسکاټلینډ ترمنځ دکرکټ په څلورورځنې لوبه کې دافغانستان لوبډلې په دویم ځل منډې جوړول پیل کړي.

 

 تردې وړاندې افغانستان په خپل لومړي وارکې دټولولوبغاړوپه سر ۴۳۵ منډې جوړې کړې وې، اودسکاټ لینډ لوبډله یې یواځې په ۱۳۹ منډووسوځوله.

 

 په بیټنګ کې دافغانستان ټول لوبغاړي ډیرښه وځلیدل خوپه ځانګړې توګه دسمیع الله شینواري اواصغرستانکزي لوبه ډیره دارزښت وړوه . سمیع ۱۰۲ ، اصغر۹۳ ، کریم ۶۷ اومحمدشهزاد ۵۱ منډې جوړې کړې.

 

 دتوپ وهونکوپه څیردافغانستان توپ اچوونکي هم وروسته پاتې نه شول اوغیرعادي لوبه یې وکړه. حمید حسن چې دنړې دتیزتوپ اچوونکوپه ډله کې شمیرل کیږي ۶ په دغه لوبه کې هم خوراښه ولوبیداوشپږلوبغاړي یې وسوځول، دهغه ترڅنګ محمدنبی دوه اوسمیع الله شینواري یولوبغاړې وسوځاوه. افغانستان په لومړي وارکې له اسکاټ لینډ څخه ۲۹۶ منډې مخکې دې.

 

ددرېمې ورځې لوبه پیل شوې ده اودافغانستان له لوري کریم صادق اونورعلي ځدران دمنډوجوړلولپاره لوبغالي ته راغلي دي.

 

 افغانستان اوسمهال ټولټال ۳۵۴ منډې لري ، دوې به هڅه کوي چې نن دچای تردمې پورې په خپله ولوبیږي اوکم څه کم د ۵۰۰ منډوهدف سیالی لوبډلې ته وټاکي اوبیادورځې په پاې کې سکاټ لینډ ته دلوبې بلنه ورکړي ترڅودافغانستان توپ اچوونکوته کافی وخت په لاس ورشي چې دسکاټ لینډ ټول لوبغاړي وسوځوي اولوبه وګټي.

 

 تردامهاله خودافغانستان لوبډله په لوبه کې لاسبرې ده . دانترکانتیتیتال کپ دغه څلورورځنې لوبه دافغانستان لپاره خوراډیرارزښت لري اودوې به هڅه کوي چې دغه لوبه وګټي . که چیرته دافغانستان لوبډله په دغه لوبه کې بریالې کیږي نودوې به ۱۸ پواینټه ترلاسه کړي.

 
کرکټ : دپاکستان اوانګلینډ ترمنځ نن دویمه پنځه ورځنۍ لوبه پیلیږي
جمعه, 06 اګسټ 2010 13:54

 

دپاکستان اوانګلستان دکرکټ لوبډلوترمنځ دویمه پنځه ورځنې لوبه نن په ایجیسټن کې پیلیږي.

 

په لومړۍ لوبه کې انګلستان پاکستان ته د۳۵۴ منډوپه توپیرماتې ورکړې وه.

 
<< پیل < پخواني 1 2 3 4 5 6 بل > پای >>

پاڼې 1 د 6

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 7 ميلمانه انلاین دي