|
راجسټر
د ختیځ ویب سایټ به اړه ستاسو نظرونه
سرلیک:
نوم:
بريښنالیک:
متن:
   
 

عبدالمتين: سلامونه

سلامونه او نيکي هيلي محترمه وروره لکه چي مي ستاسي سايټ د آنټرنيټ پر صفعه را خلاص کړي دي باور وکي زه يي هره ورځ ګورم .ستاسي د ويب سايټ هره برخه د ستايني وړ ده. ماته تر ټولو د فلمي خبروو او عجبه خبرو برخه په زړه پوري ده زماپه نظر که هر ورځ نوي خبرونه ورته پورته سي زما لپاره به د مطالعي ستره منبع وي مننه ستاسي د مثبت ګام په هيله

یکشنبې, 01 اګسټ 2010

اميدالله: سلامونه او نيکي هيلي !

سلامونه او نيکي هيلي ! ډېر خوشاله شوم چې ستاسو ویب سایټ مې ولید زه تاسو ته ددې ښکلي ویب سایټ مبارکي درکوم، الله ج مو په خپلو کارونو کي کامياب لره او لله دي وکړي جي خلکو خدمت وکړي! واسلام اميدالله ،اتل، له ناروي څخه

یکشنبې, 01 اګسټ 2010

س حیات: سلامونه

 

 

ډېر خوشاله شوم چې ختیځ مې ولوستله ، ډېر ښه مطالب مو په کې لیکلي او په زړه پورې ویب پاڼه ده، یو څه غواړم چې ووایم ، هغه دا چې یو څه د پښتو ژبې د سوچه والي خیال ساتۍ، مننه که څه خدمت  زه کولای شم امر کوئ

مننه

 

س حیات، لندن

 

ختیځ: مننه حیاته وروره ، سوکالي دې غواړو بس پانې ته لوی خدمت دادی چې راس ره ملګری شۍ ، لیکنې را واستوي مطالب را ولېږي او کنه پاڼه ولولې نورو دوستانو ته یې سپارښتنه وکړې او هغه مطالب چې د تبصرې وړ وي تبصره پرې وکړي ، له ډاډ څخه مو مننه

سوکاله اوسې

پنجشنبې, 29 جولای 2010

ساحل جانان: (دپښتوادب دپيا وړتيا لپاره ستاسې داګام ستايم

دختيځ چلوونکوسلامون او مينه
پاڼه مو ډيره ښکلې ده ترنو يوڅه نوښت هم پکې دى
لوګو يې ډيره ښه جوړه شوې خو که دخبرونو برخه يې غني ګړئ نو ښه به وي
مننه

سې شنبې, 27 جولای 2010

خیال محمد ننګرهار: د پاڼې لوګو مو ډیره جالبه ده

‎د ختيځ انلاين د پاڼي محترمو چلونکو ته سلامونه 
کله چي اکرام الله اکرام صيب د دي پاڼي څخه خبر کړم خداي شته چي ډير خوشاله شوم چي کله مي نوموړي پاڼه خلاصه کړه نو خوشالي مي يو په دوه شوه ځکه چي !

١: ټول مطالب يي په پښتو دي .
٢

: ټول مطالب يي زړه پوري دي .
٣

: لوګو مو ډيره ښکلي ډيزاين کړي .
په اخره کي کاميابه اوسي


 

پنجشنبې, 22 جولای 2010

لونګ: پاڼه مو په زړه پورې ده-

پاڼه مو ډيره د زړه پورې ده ډيره ښکلې مو ډيزاين کرې !
هيله لرم خوارې مو تل ترتله وي
لونګ

 

پنجشنبې, 22 جولای 2010

همایون ګردیوال: مبارک موشه :

دختیځ ویبپاڼی چلوونکو ته د زړه له کومی سلامونه اونیکې هیلې، دویبپاڼې په لیدوډیرخوښ شوم اونوڅه رنګینۍ می پکې ولیدلی

ماته ډیره ښکلې ښکاره شوه،


داسی ښکاری چی دچلوونکي یی نوشتګردي اوهمدی نوښت ته موادامه ورکړئ.

دسترڅښتن څخه مولابریالیتوب غواړم. ټولوهیوادولوته دی مبارک وی.

مننه دروهی ټکي کام څخه چې دهغوی دلاری می داپه زړه پوری ویبپاڼه وموندله.

زه په یوبهرنی هیوادکی زده کړی کوم اودهیوادپه اړه دمعلوماتوغوره سرچینه می همداکیدای شی

..............

ګران ګردیوال صییب تاته دې هم مبارک وی

مننه وروره چې ختیځ ګوری او ستاینه یې کوی ، که څه تراوسه لا د ستاینی نه یو خو بیا هم ستا کور ودان ، ختیځ به تل هڅه وکړی چې تاسی د تازه خبرونو ترڅنګ علمي ، فرهنګي ، اسلامې او په زړه پورې مواد وړاندی کړی پدې هیله چې ملګرتیا مو تل پاتې وې

کامیاب اووسی..........


پنجشنبې, 22 جولای 2010

احسان : سلامونه پرتاسو :

زه مننه کوم چه ډیر زیار سره کوښښ کوی چه هر رنګه امکانات برابروۍ

ډیره ښایسته پاڼه مو ده که درته ووایم چې ترټولو مو لوګو راته ښایسته ده


بس زه درسره ملګری یم

.........................

ختیځ : ګرانه احسان جانه سلامونو ته دې وعلیکم وایو او دا چې د پاڼی ستاینه مو کړی مننه درنه کوو او پدې درنه ډیر خوښ او خوشحاله شو چې د همکارۍ ډاډ مو راکړی دی

خوښ اوسې



پنجشنبې, 22 جولای 2010

محیب رحمتي: پاڼه لا هم تخنیکي ستونزې لري-

د ختيځ وېب پاڼې ګرانو چلونكو اسلام عليكم:
د وېب پاڼي د پر ليكه كېدو مباركي درته وړاندي كوم، هيله ده چي روغ او جوړ به ياست، د پښټو په نړۍ يو بل پر مختګ څخه مو مننه كوم، خو په وېب اوس لا هم يو څه تخنيكي ستونزي ستون لري هيله

چي په راتلونكي كي به سمه سي ، د پښتو په دې سفر او پرمختګ كي مو موږ ملګري يو
په دره نښت
محيب رحمتي

پنجشنبې, 22 جولای 2010

محمدالله ارین: سلامونه او نیکې پیرزوینې -

سلامونه او نيکې هيلې د خيتځ ورځپاڼې ټولو ته سلامونه نيکې هيلې خوښ شوم چې د پښتو ژبې د خدمت په برخه کې داده د انټرنيټي نړۍ په ډګر کې يو بل ستورى هم وځليد مبارک دې وي له خوښي نه نشم کولاى

چې خپل اظهارات درته د ايميل له لارې څرګند کړم. ستاسو د لا برياوو په هيله
محمدالله ارين احمدزى
د پام مجلې مسول مدير


پنجشنبې, 22 جولای 2010

عبدالولي شمسي : په زړه پورې پاڼه ده –

ټولو ته سلامونه ، هېله ده چې روغ جوړ به یۍ

خوشاله یم چې د کلتوري ، فرهنګي ، دیني ، هنري او خبري مسلو په اړه د ختیځ په نوم یو ښه ویب سایټ  لرو . زما دا پاڼه خوښه شوه. تاسو ته لا بریالیتوب غواړم .

مننه

عبدلولي شمسي




پنجشنبې, 22 جولای 2010

حبيب الله غمخور: دخيتځ ويب پاڼي درنو چلوونکو! ،

په سلامونواوددرناوي څرگندولوسره موپالم
ډير خوښ يم چي دبرېښنا جال په خبري آسمان  کي يوه بل ستوری هم وځلېد .

داډيره ښه خبره ده چي يوپه بل پسې دبرېښا جال ډله ايزې رسنۍ ليکه پياوړې کيږي اوله دې لاري افغان ولس اوټول بشريت ته دفرهنگي مرستې لاس غځېږي .

پدې هيله يم چي دختيځ ويب پاڼه تل دختيځ په چوپړ کښي وي اودلمر غوندي وځلېږي ،په خپلو ملايمووړانگو دافغان ولس زخمي زخمی بدن ټوکر کړي .

که مو انډول بې پرې توب ،انسانيت ته درناوی اودخپلو ليکوالو ياقلمي همکارانو زړونه  يوشان وساتل نو تاسوبه هم لکه يوشمېر وتلي ويب پاڼې دلوستونکودگړې گوڼې ډک ميدان اوسی .

ستاسو دلازياتو برياو په هيله .


حبيب الله غمخور
سويډن دمالمو ښار


پنجشنبې, 22 جولای 2010

عبدالکریم عنایت : د ختیځ په اړه مبارکي -

دنیکوهیلودډالئ کولونه وروسته تاسې اونورو پښتنو ورونوته دزړه له کومی مبارکی وایم،

دڅښتن څخه درته موخې ته رسیدل غواړم، او له خپلې خوانه دترڅنګه پاتې کیدو ډاډ
درکوم.

 

قاضی عبدالکریم (عنایت)


پنجشنبې, 22 جولای 2010

-سمیع خان ، هالینډ: سلامونه ګرانو دوستانو !

ډېر خوشاله شوم چې ستاسو ویب سایټ مې ولید زه تاسو ته ددې ښکلي ویب سایټ مبارکي درکوم ،  او هیلمن یم چې په همدې روحیه به د خلکو خدمت کوﺉ .

سمیع خان ، له هالیڼد څخه

پنجشنبې, 22 جولای 2010

سید جان تڼۍ . خوست: د ختیځ چلونکیو سلامونه !

پاڼه موښکلې او په زړه پورې ده ، خو په اینټرنیت ایسکپورر کې سم کار نه کوي، په افغانستان کې ټول خلک اینټرنیټ ایکسپورر کاروي ښه دا ده چې ورته یې برابره کړئ

پنجشنبې, 22 جولای 2010

رحمت الله ، جلال اباد: ښايي د پاڼې چلول به درته ګران وي

ښکلې پاڼه مو جوړه کړې ده ، ډېره ښه ډیزاین شوې ده ، خو یو شی له یاده مه باسۍ چې اوس نو چلول هم غواړي دا ټولې برخې په مطالبو ډکول غواړي او دا ډېرا اسانه کار نه دی . تاسو ښايي په همدې برخه کې ستونزې ولرې .

پنجشنبې, 22 جولای 2010

ګلاب پردیس ، لندن: ختیځ یو ښه زیری دی

د هر لمر څرک له حان سره د ورڅې زیرې لري . ستاسو ختیځ دې هم خدای د بښتو ویب پاڼو په نړۍ کې همداسې د روښانې ورځې زیرې کړي. دا مهال په پښتو ویب پاڼو کې سخته ګډوډې روانه ده ، یو بل پسې خبرې ،
تاویلې ما ویلې هر څه په ویب پاڼو کې دی ، خدای وکړي چې ختیځ به داسې  نه وي .
زه درته مبارکي وایم او بریالیتوب مو غواړم

پنجشنبې, 22 جولای 2010

جیلاني خان ، بلجیم: په پاڼه کې مو ذوقي مطالب زیات کړئ

د ختیځ پاڼې درنو چلونکیو ، ستاسو پاڼه مې ولیده په لیدو یې خوشاله شوم ، دا د چاودنو او مرګ ژوبلو کېسې او ږدې او ډېرې شوې ، ځکه خو زما په شان یو لوستونکي ته هېڅ په زړه پورې نه دي.

نو ښه داده چې تاسو په خپله پاڼه کې ‌وقي مطالبو ته مخه کړئ. دا به لوستونکیو ته ډېر په زړه پورې وي .

پنجشنبې, 22 جولای 2010

مصطفی ، کابل: په ویب پاڼه کې څرنګوالی مهم دی


خوشاله شوم چې د ختیځ نه خبر شوم ، خبره داده چې ویب پاڼې بېخي دېرې شوې ، کمیت پوره شوې ، ېوازې د ویب پاڼې جوړول کفایت نه کوي ، په کار دا ده چې اوس په بښتو ویب پاڼو کې کیفیت ته پام وشي .

که تاسو دا کار کولی شۍ نو ښه ده ، کنه ستاسو خیتځ به هم له کوم بل غروبه کم نه وي مننه

پنجشنبې, 22 جولای 2010

انعام الله : که رښتیا ووایم د پاڼې سیاله مو نشته

ګرانو ختیځ والو په الله باور وکړی چې پاڼه مو دیره ښکلی او جالبه ده او خوشحاله خو ډیر پدې شوم چې له ختیځه تراوسه داسی کومه پاڼه نه وه شروع شوی

خو اوس چۍ شروع شوه باید ټول ختیځوال له تناسی سره همکاری وکړی او دغه پاڼه درسره وچلوی که څه هم تاسی ویلی چې پاڼه په کومې سیمي پورې نه ده تړلی خو له نومه مو څرګندیږی چې له ننګرهار کونړ او لغمانه یې چلوی

زه درسره همکار یم په ماباندی غږ وکړی

مننه

انعام الله ناصری له پیښوره

پنجشنبې, 22 جولای 2010

 

څومره نظرونه څرګند شي؟ << پیل < پخواني 1 2 بل > پای >>پاڼې 1 د 2
Powered by Phoca Guestbook

په فیس بوک کې مو ملګري شۍ، او له ختیځه تازه معلومات تر لاسه کړﺉ

دا مهال 8 ميلمانه انلاین دي